" عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. " بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ نٓ وَ الۡقَلَمِ وَ مَا یَسۡطُرُوۡنَ ۙ
      FM RADIOS-Listen Live

اوردو ځپلې ژبه

کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو....

نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه گړدود کې يې څرک نه لگي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز گرامر سره اړخ نه لگوي او گرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توگه له بېلابېلو پښتو گړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان لاګو کېږي۔

لکه څنگه چې قانوني سرغړاوی د سياسي انارشېزم خواته ځي، همداسې. گرامري سرغړاوی ژبنی انارشېزم رامنځته کوي.

همداراز که نوموړي ښاغلي او اغلې(( ساده گي او رواني)) د پښتو درې گونې پانگې(ارکاييزمونو، ډايلکتېزمونو او نيو لوجېزمونو) پرځای د( فارسي، عربي، انگرېزي...) فارنېزمونو په کارونگ کې ويني، ځکه دوی او يو شمېر نور پوخمنگي (پاخه عمري) ور سره روږدي شوي دي، نو د نوي يا ځوان ((کمپيوټري)) پښت چې زياتره په کډوالۍ او جلاوطنۍ کې رازېږېدلي، رالوی شوي، په پرديو ژبو يې زده کړې کړي او بيايې ليکوالۍ او ژورنالېستۍ ته مخه شوې ده، له داسې فارسي او اردو ځپلې پښتو سره به څه وکړي چې لا تر څنگه يې له بېلابېلو کوربنو ژبو سره هم اړاو تړاو پيدا شوی دی!

په دې ډول هغه نور لس شل زره کملوستي او په ځانگړي ډول بې ليک لوسته ميليونه پرگنې څه وکړي، ايا له جوليز او مانيز(تلفظ او معنا) له پلوه هغوته ((افتخار)) تر((وياړ))، ((معضله)) تر((ستونزې،ربړې))، ((مقامات)) تر ((چارواکو))، ((ترورېست)) تر ((ترهگر))، ((دېکتاتور، ډېکټېټر)) تر ((زورواک))، ((خود کشه ديماکه)) تر((ځانمرگې چاودنه))؛ يا د نړيوالو متلو او گړنو په برخه کې د فارسي په پېښو، ((تفرقه واچوه، حکومت وکړه)) تر((بېل يې کړه،اېل يې کړه))، ((وخوره او مه مره)) تر((خوره او مه مره))... اسان اوساده او بياسهنوړ((قابلِ هضم)) دي؟

بلخوا، کاشکې زموږ همدغو څو ليکوالو او رسنوالو، فارنېزمونه هم په يوه بڼه کارولای، د بېلگې په توگه گردو ((ټولنپوهنې)) ته اجتماعيات، جامعه شناسي، سوسيولوژي، سوسيالوجي يا سوسيولوگي ويلای او ليکلای!

د دغې نومونپوهنې يا علمي ترمينالوجۍ په لړ کې له دود او موډه وتلې گرامري نومونې يا اصطلاحات، لکه: حروف(غږونه، فونيمونه)، ارتباطي حروف يا ادوات (سربلونه او وستربلونه، prepositions&postpositions)... هم درواخله!

دا به ومنو چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري ليکنۍ پښتو پرمختيايي بهير د پښتني ټولنې د عام پرمختيايي بهير د يوې برخې په توگه لا په لومړيو پړاونو کې دی، خو بياهم له نېکمرغه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې يې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې له پرله پسې زياتېدونکي کارېدنگ سره پوره پراخوالی او دود والی موندلی دی.

• د ژبني ستونزو لامل

پر معياري پښتو د نالاسبرو قلموالو او ويناوالو نه برياليتوب تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې هريويې يوه لنډه تنگه سيمه ييزه او بيا تقليدي پښتو کارولې او له دې سره يې هم ټوليزه معياري ـ گرامري پوهه لنډه تنگه پاتې شوې او هم يې وييپانگه (vocabulary)، او له همدې کبله په ليکنه، ژباړنه او ويينه کې د گاونډو يا زده کړو ژبو(فارسي، اردو، انگرېزي...) گرامر او وييپانگې تر اغېز لاندې ليکنې، ژباړنې او وياندي کوي.

داسې کسان نه يوازې خپله مورنۍ ژبه زيانمنوي، بلکې ورسره ورسره موضوع او منځپانگه هم ويجاړوي اوليدونکي او اورېدونکي له ورانپوهاوي سره مخامخوي، لکه تر فارسي اغېز لاندې:

ترافيکي قانون مراعت کړئ ترڅو له خطر سره مواجه نه شئ!(کره: ترافيکي قانون په پام کې ونيسئ چې له خطرسره مخ نه شئ!) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه

About us| Privacy Policy| Terms & Conditions| Disclaimer| Contact us                                ہمارے با رے میں | پرائیویسی پالیسی| شرائط و ضوابط| دستبرداری| رابطہ|

© 2024-2028 VOA Pakistan       |       Follow us: Facebook | Youtube | Twitter/ X | Instagram |

وزٹرز کی تعداد: لوڈ ہو رہا ہے...